Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 12 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا 12
ترجمه:
او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه محوه كړه او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى الإسراء ۱۷:۱۲
تفسیر:
او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې د الله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو د آرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو د الله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ د کلونو شمېر معلوم کړئ او د مياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 11 راتلونکې الإسراء • آیت 13