Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 18 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا 18
ترجمه:
هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو۔، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرروو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي الإسراء ۱۷:۱۸
تفسیر:
څوک چې په نېکو اعمالو د دنيا ژوند غواړي او په آخرت باور نه لري او هيڅ پروا يې نه لري، هغه ته همغه څه په بيړه ورکوو چې موږ يې غواړو نه هغه نعمتونه چې هغه يې غواړي، د چا لپاره چې موږ ورسره دا ډول کړنه وکړو بيا مو د هغه لپاره دوزخ پيدا کړی چې د قيامت په ورځ به ورننوځي ګرمي به يې د ملامتۍ سره زغمي ځکه دنيا یې په آخرت سره غوره کړې وه او پر آخرت د کفر له امله او د الله له لورېينې لېرې غورځول شوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 17 راتلونکې الإسراء • آیت 19