Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 23 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا 23
ترجمه:
او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره لازمًا زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه الإسراء ۱۷:۲۳
تفسیر:
او امر کړی رب ستا -ای بنده- او دا یې لازم کړي چې د هغه نه پرته د بل چا بندګي دې ونه کړی شي، او حکم یې کړي په نیکۍ کولو د خپلو مور او پلار سره په ځانګړې توګه کله چې بوډاوالي ته ورسیږي، نو که چیرته ورسیږي یو د مور او پلار نه بوډاوالي ته او یا ورته دواړه ورسیږي ستا په ژوند کې، نو ته مه تنګیږه د دې دواړو نه په ویلو د هغه څه سره چې په دې تنګیدلو دلالت کوي، او دوی مه رټه او سخته وینا ورته هم مه کوه، او وایه ورته وینا ښایسته چې اسانتیا او نرمي پکې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 22 راتلونکې الإسراء • آیت 24