Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 25 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ ۚ إِنْ تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا 25
ترجمه:
ستاسو رب په هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي۔ كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى الإسراء ۱۷:۲۵
تفسیر:
رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوه دی په هغه څه چې ستاسې په زړونو کې دي هغه ته د اخلاص نه په بندګۍ کې او د نیکیو په کارونو کې، او په نیکي کولو کې د مور او پلار سره، نو که چیرته ستاسې نیتونه په عبادتونو او معاملو کې د خپلو مور او پلار او نورو سره نیک وي نو یقینا الله پاک هغه چا ته چې هغه ته ډیر ګرځیدونکی وي په توبې سره بخښونکی دی، نو چا چې توبه وویستله دخپل مخکني کمي نه په تابعدارئ د خپل رب او مور او پلار کې نو الله تعالی هغه ته بخښنه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 24 راتلونکې الإسراء • آیت 26