Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 64 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا 64
ترجمه:
او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه اوله دوى سره په مالونو او اولادونو كې شریك شه او دوى ته وعده وركړه، او شیطان دوى ته وعده نه وركوي مګر د دوكې الإسراء ۱۷:۶۴
تفسیر:
او سپک کړه څوک چې ته سپک ګڼلی شې د دوی نه په خپلې بلنې سره د ګناه طرف ته، او راوبله په دوی باندې خپل سواره او پیاده هغوی چې ستا تابعدارۍ کولو ته بلنه کوونکي دي، او شریک شه د دوی سره په مالونو د دوی کې په ښایسته کولو د هر یو کار چې د شریعت مخالف وي، او شریک شه د دوی سره د دوی په بچو کې په نسبت کولو د دوی بل چا ته په دروغو سره، او په راوړلو د دوی په زنا سره، او د دوی نسبت د بندګۍ کولو غیر الله ته په وخت د نوم کیښودلو کې، او ښایسته کړه دوی لره د دروغو وعدې او باطلې ارزوګانې، او وعده نه کوي د دوی سره شیطان مګر وعدې د دروغو هغه چې دوی دوکه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 63 راتلونکې الإسراء • آیت 65