او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا خامخا له دې ځمكې نه وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ الإسراء ۱۷:۷۶ ⧉
تفسیر:
او یقینا نږدې وو دا کافران چې په تکلیف کړي تا لره په دښمنۍ د دوی ستا سره د دې لپاره چې تا د مکې نه وباسي، خو لیکن الله تعالی دوی بند کړل ستا د ویستلو نه تر دې چې تا د خپل رب په امر هجرت وکړ او که ته چیرته دوی ویستلی وې د مکې نه نو دوی به ستا د ویستلو نه وروسته په دې کې نه وو پاتي شوي مګر لږ وخت.