او كله چې مونږ په (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل اړخ لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي الإسراء ۱۷:۸۳ ⧉
تفسیر:
او کله چې مونږ په یو انسان باندې نعمت وکړو لکه د صحتمندۍ او مالدارۍ نو د الله تعالی د شکر نه مخ واړوي، او لرې شي له تکبر له وجې نه، او کله چې ورته مرض او غریبي او نور تکلیفونه ورسیږي نو بیا ډير نا امیدي کوونکی وي د الله تعالی د رحمت نه.