او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم څخه (برخه) نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه الإسراء ۱۷:۸۵ ⧉
تفسیر:
او پوښتنه کوي ستا نه -ای پیغمبره- کافران د اهل کتابو نه د روح د حقیقت باره کې، ته ورته ووایه: د روح حقیقت نه پیژني مګر الله تعالی، او نه دې درکړی شوی تاسې او ټولو خلکو ته د علم نه مګر لږ د الله تعالی د علم په پرتله.