Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 110 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 110 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا 110
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي الکهف ۱۸:۱۱۰
تفسیر:
ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زه یو انسان یم ستا په شان، وحی کېدلی شي ما ته چې بېشکه معبود ستاسې په ریښتیا سره معبود یو دی چې هیڅ شرېک ورله نشته، او هغه الله تعالی دی، نو څوک چې ویرېږي د ملاقات د خپل رب نه نو ودې کړي نېک عمل د شریعت موافق، اخلاص کوونکی دې وي په دې کې خپل رب لره، او نه دې شرېکوي د خپل رب په عبادت کې هیڅوک.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 109 راتلونکې مریم • آیت 1