Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 13 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى 13
ترجمه:
مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې په خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو الکهف ۱۸:۱۳
تفسیر:
مونږ خبر درکوو تا ته -ای پیغمبره- د دوی په حال باندې په رښتیا سره هغه چې هیڅ شک ورسره نشته، یقینا دوی ځوانان وو چې ایمان یې راوړی وو په خپل رب باندې، او د هغه په تابعدارۍ باندې یې عمل کړی و، او مونږ زیات کړ دوی لره هدایت او مضبوطوالی په حق باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 12 راتلونکې الکهف • آیت 14