زمونږ دې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان ونیول، دوى په (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي! الکهف ۱۸:۱۵ ⧉
تفسیر:
بیا وکتل ځینو د دوی نه ځینو نورو ته او داسې یې وویل: دا زمونږ قوم دی جوړ کړی یې دي پرته له الله تعالی نه معبودان چې دوی یې بندګي کوي، او دوی نه لري د دوی په عبادت باندې هیڅ ښکاره دلیل، نو نشته هیڅ څوک ډیر ظالم د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په نسبت کولو د شریک هغه ته.