Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 17 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَتْ تَزَاوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَتْ تَقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِنْهُ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ ۗ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۖ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُرْشِدًا 17
ترجمه:
او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست الکهف ۱۸:۱۷
تفسیر:
نو دوی هغه کار وکړ چې امر ورته پرې کړی شوی و او الله تعالی په دوی باندې خوب راوست، او دوی یې د خپل دښمن نه بچ وساتل، او ته به وینې -ای دوی ته کتونکيه- لمر لره کله چې راخیژي د مشرق طرف نه نو د دوی د غار نه به د ننوتونکي ښي طرف ته کږیږي، او کله چې د پریوتو په وخت کې لمر پریوځي نو کږيږي د دوی نه په چپ طرف باندې نو دوی ته لمر نه رسیږي، پس دوی په همیشه سیوري کې دي د لمر ګرمي ورته تکلیف نشي رسولی، او دوی د دې غار په پراخه برخه کې دي چې هوا ورته رسیږي څومره چې دوی ورته حاجت لري، دا دوی ته چې ورسیدل د پناه وړلو د دوی غار ته، او په دوی باندې خوب راوستل، او د دوی څخه د لمر کږیدل، او د دوی د ځای پراخوالی او د دوی د خپل قوم نه خلاصیدل: دا ټول د الله تعالی د عجیبه پیدایښت نه دي چې د هغه په قدرت دلالت کوي، چا ته چې الله تعالی د هدایت لارې ته توفیق ورکړي نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او څوک چې لرې کړي د هدایت د لارې نه او بې لارې یې کړي نو هیڅکله به ته دې لره څوک مددګار بیا نه مومې چې د هدایت طرف ته ورته توفیق ورکړي، او هغه ته یې ورسوي؛ ځکه چې هدایت د الله تعالی په لاس کې دی، نه د دې ګمراه او بې لارې کس په لاس کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 16 راتلونکې الکهف • آیت 18