Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 28 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا 28
ترجمه:
او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغه مخ غواړي۔ او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغه زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغه كار له حد نه وتلى دى الکهف ۱۸:۲۸
تفسیر:
او کلک کړه ځان خپل په ملګرتیا د هغو خلکو کې چې دعا غواړي د خپل رب نه دعا د عبادت او دعا د غوښتلو د حاجت په اول سر د ورځې کې او په اخر د ورځې کې، خالص کوونکي وي د عبادت هغه لره، نه دې اوړي سترګې ستا د دوی نه، چې ته غواړي کیناستل د مالدارانو او لویانو خلکو سره، او ته خبره مه منه د هغه چا چې مونږ ګرځولی زړه د هغه غافل زمونږ د ذکر نه په مهر لګولو سره په هغه باندې، نو امر یې کړی تا ته په شړلو د غریبانو ستا د مجلس نه، او مخکې کړې یې ده تابعداري د هغه څه چې د هغه نفس یې غواړي په تابعدارۍ د رب خپل، او دې عملونه د هغه برباد.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 27 راتلونکې الکهف • آیت 29