دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده الکهف ۱۸:۳۳ ⧉
تفسیر:
نو ورکولې به هر یو باغ میوې خپلې د کجورو او انګورو او نورو میوو نه، او هیڅ شی به ترې نه کمیدلو، بلکې پوره پوره به یې ورکولې، او مونږ روانه کړې وه د دوی تر منځ یوه ویاله چې په اسانۍ سره یې اوبه کړي.