نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان شي الکهف ۱۸:۴۰ ⧉
تفسیر:
نو زه دا انتظار لرم چې رابه کړي ما ته الله تعالی غوره ستا د باغ نه، او یا به راولیږي ستا په باغ باندې عذاب له آسمانه، نو شي به ستا باغ یوه ځمکه چې هیڅ بوټی پکې نه وي ښویېږي به په دې کې قدمونه د هغه د ښویه والي له وجې نه.