Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 45 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُقْتَدِرًا 45
ترجمه:
او ته دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمان نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى الکهف ۱۸:۴۵
تفسیر:
او بیان کړه -ای پیغمبره- په دنیا باندې دوکه شوي خلکو ته یو مثال، نو مثال د دنیا په ختمیدلو او زر تیریدلو کې په شان د باران د اوبو دی چې مونږ نازلې کړي د آسمانه، نو رازرغون شوي په دې اوبو سره د ځمکې بوټي او شنه شوي، نو وګرځي دا بوټې مات مات ذره ذره، چې باروي بادونه زرې د دې نورو ځایونو ته، نو ځمکه خپل پخواني حالت راوګرځي، او دی الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی، نشي عاجز کولی هغه لره هیڅ شی، نو ژوندي کوي څه شي چې وغواړي، او مړه کوي (هلاکوي) څه چې وغواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 44 راتلونکې الکهف • آیت 46