او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نه ږدو الکهف ۱۸:۴۷ ⧉
تفسیر:
او یاده کړه هغه لرې به کړو مونږ غرونه د خپلو ځایونو څخه، او وینې به ته ځمکه ښکاره د وجې د لرې کیدلو د هغه څه چې په دې باندې دي د غرونو او ونو او ابادیو څخه، او راجمع به کړو ټول مخلوقات، نو پرې به نه ږدو له دوی نه هیڅوک مګر بیرته به يې راژوندي کړو.