Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 5 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ ۚ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا 5
ترجمه:
دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ الکهف ۱۸:۵
تفسیر:
نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي د نسبت د زوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته د دوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې د دوی د خولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا د دروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 4 راتلونکې الکهف • آیت 6