Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 65 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا 65
ترجمه:
بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و الکهف ۱۸:۶۵
تفسیر:
نو هر کله چې دوی دواړه د ماهي د ورکېدلو ځای ته ورسېدل هلته یې زمونږ د نیکو بندګانو څخه یو بنده بیامونده (او هغه خضر -علیه السلام-) و، مونږ هغه ته د خپل طرفه رحمت ورکړی و، او زمونږ د طرفه مو ورته پوهه ورکړې وه داسې پوهه چې نور خلک پرې نه پوهېدل، او دا هغه څه دي چې په دې قیصه کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 64 راتلونکې الکهف • آیت 66