Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 71 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


فَانْطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا ۖ قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا 71
ترجمه:
نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كشتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كشتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند (او ناروا) كار وكړ الکهف ۱۸:۷۱
تفسیر:
نو هر کله چې دې دواړو اتفاق وکړ په دې خبرو نو روان شول د دریاب غاړې ته تر دې چې یوې کښتۍ سره مخامخ شول، نو په هغې کې سپاره شو پغیر د کرایي نه د خضر -علیه السلام- د احترام د وجې نه، نو خضر -علیه السلام- هغه کښتۍ سورۍ کړه په راویستلو د یوې تختې د هغې له تختو څخه، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: آیا تا سورۍ کړه دې کښتۍ لره حال دا چې مونږ د دې کښتۍ والا پغیر د کرايي نه سواره کړو د دې لپاره چې دوی غرق شي؟! یقیتا تا راتلل وکړل یو ډیر لوی کار ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 70 راتلونکې الکهف • آیت 72