نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ الکهف ۱۸:۷۴ ⧉
تفسیر:
نو دا دواړه روان شول وروسته د ښکته کیدلو د دوی د کښتۍ نه چې تلل د دریاب په غاړه، نو دې دواړو یو هلک ولیده چې بلوغ ته هم نه و رسیدلی د نورو هلکانو سره یې لوبې کولې، نو خضر -علیه السلام- هغه مړ کړ، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: ایا تا مړ کړ یو پاک نفس چې بلوغ ته هم نه و رسېدلی پرته له کومې ګناه څخه؟! یقینا تا راتلل وکړل یو ډیر نا اشنا کار ته!