Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 77 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


فَانْطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنْقَضَّ فَأَقَامَهُ ۖ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا 77
ترجمه:
بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغوى دوى دواړو ته د مېلمستیا وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو) خامخا په دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى الکهف ۱۸:۷۷
تفسیر:
نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل د یو کلي والا ته نو د هغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی و او نږدې و چې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل د بدلې د دې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ د اړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ د میلمستیا کولو نه انکار وکړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 76 راتلونکې الکهف • آیت 78