Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 79 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدْتُ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءَهُمْ مَلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا 79
ترجمه:
هرچې كشتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كشتۍ به يې په زور سره اخيستله الکهف ۱۸:۷۹
تفسیر:
هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې د هغې د سوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه د غریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته و او هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره د خپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 78 راتلونکې الکهف • آیت 80