او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به ده ته له خپله كاره اساني ووایو (پیدا كړو) الکهف ۱۸:۸۸ ⧉
تفسیر:
او هر هغه څوک چې د دوی څخه ئې په الله تعالی ایمان راوړ او عمل ئې وکړو عمل نیک نو خامخا وي به دې لره جنت؛ دا بدله ده دې لره د خپل رب له طرفه د دې په ایمان او نیک عمل باندې، او زر دی چې وبه وایو مونږ دې ته زمونږ د کار د دین نه د نرمۍ خبرې.