Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 15 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا 15
ترجمه:
او په ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى وزېږول شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي مریم ۱۹:۱۵
تفسیر:
او سلامتیا ده په ده باندې د الله تعالی له طرفه او امان دی ده لره د الله تعالی له طرفه په کومه ورځ چې پيدا کړی شو، او په کومه ورځ چې مړ کیږي به او د دې دنیا څخه به وځي، او په هغه ورځ چې بیرته به ژوندی راپورته کیږي د قیامت په ورځ، او دا درې ځایونه ډیر هغه د ویرې ځایونه دي چې انسان پرې تیریږي، نو چې په دې ځایونو کې څوک په امن کې شو نو بیا په دې باندې د دې نه پغیر نورو ځایونو کې ویره نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 14 راتلونکې مریم • آیت 16