(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې مریم ۱۹:۱۸ ⧉
تفسیر:
نو هر کله چې هغې دا د یو برابر انسان په شکل کې ولیده او د دې طرف ته ور روان وو ویې ویل: زه پناه غواړم په رحمان ذات سره ستا څخه د دې نه چې راورسیږي ما ته ستا نه څه تکلیف -ای مخاطبه- که چیرته ته پرهیزګار یې د الله تعالی نه ویریږې.