Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 4 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا 4
ترجمه:
ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر (مې) د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى مریم ۱۹:۴
تفسیر:
وئې ویل: ای ربه زما! بېشکه کمزوري شوي هډوکي زما، او د سر سپینوالی مې هم زیات شوی، او نه یم زه بد بخته زما په دعا غوښتلو کې ستا نه، بلکې کله چې هم ما ستا څخه دعا غوښتله نو تا زما دعا قبوله کړې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 3 راتلونکې مریم • آیت 5