Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 46 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ ۖ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا 46
ترجمه:
هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې شه مریم ۱۹:۴۶
تفسیر:
آزر خپل زوی ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: آیا ته مخ اړوونکی یې زما د هغو بوتانو نه چې زه ئې بندګي کوم ای ابراهیمه؟! که ته چیرته زما د بوتانو د بد ویلو نه لاس وانخلي نو زه به تا په تیږو وولم، او ته جدا شه زما نه ډیره موده نو زما سره خبرې مه کوه، او زما سره یو ځای کیږه هم مه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 45 راتلونکې مریم • آیت 47