نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو مریم ۱۹:۴۹ ⧉
تفسیر:
نو هر کله چې ابراهیم -علیه السلام- هغوی او د هغوی هغه معبودان پریښودل چې هغوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، مونږ هغه ته د هغه د کورنۍ بدل ورکړو نو مونږ ورته اسحاق ځوی وروبخښه، او یعقوب لمسی مو وروبخښه، او هر یو د دې دواړو نه مونږ پیغمبر وګرځاوه.