دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې۔ او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به په دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول (نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي مریم ۱۹:۵۸ ⧉
تفسیر:
دغه بیان شوي په دې سورت کې چې شروع یې په زکریا -علیه السلام- باندې شوې ده او اخرنی یې ادریس -علیه السلام- دی، دا هغه کسان دي چې انعام کړی الله تعالی په دوی باندې په پیغمبرۍ سره د اولادې د ادم -علیه السلام- نه، او د اولاد د هغه چا نه چې مونږ سواره کړي و په کښتۍ کې د نوح -علیه السلام- سره، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او د اولادې د یعقوب -علیه السلام- نه، او د هغه چا نه چې مونږ ورته د اسلام طرف ته د هدایت توفیق ورکړی، او مونږ غوره کړي وو او پیغمبران مو ترې جوړ کړي وو، وو دوی چې کله به ئې د الله تعالی آیتونه واوریدل نو سجده به یې وکړه الله تعالی په داسې حال کې چې ژړل به ئې د هغه له ویرې نه.