Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 82 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


كَلَّا ۚ سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا 82
ترجمه:
داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي مریم ۱۹:۸۲
تفسیر:
هیچیرې داسې نه ده لکه دوی چې ګومان کوي، نو پس دا معبودان چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوي خامخا انکار به وکړي د مشرکېنو د بندګۍ نه دوی لره د قیامت په ورځ، او د دوی نه به بېزاره شي او د دوی دښمنان به شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 81 راتلونکې مریم • آیت 83