Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 97 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 97 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنْذِرَ بِهِ قَوْمًا لُدًّا 97
ترجمه:
پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې مریم ۱۹:۹۷
تفسیر:
پس یقینا اسان کړی مونږ دا قرآن په نازلولو سره ستا په ژبه -ای پېغمبره- د دې لپاره چې ته پرې متقیانو ته زیری ورکړې هغوی چې زما حکمونه عملي کوي، او زما د منهیاتو څخه ځان ساتي، او وویروي په دې سره داسې قوم چې سخت جګړه مار دی او لویي کوونکی دی حق ته په غاړې کیښودلو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 96 راتلونکې مریم • آیت 98