Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 139 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 139 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ 139
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو البقره ۲:۱۳۹
تفسیر:
اې پیغمبره! ته ووایه: -اې دکتاب خاوندانو- آیا تاسو جګړه کوئ په دې خبره چې تاسو الله تعالی او د هغه دین ته له مونږ ډېر نږدې او غوره یاست؛ ځکه چې ستاسو دین او کتاب زمونږ څخه پخواني دي، خو دا تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې الله تعالی زمونږ ټولو رب دی، تاسو څه ځانګړنه نه لرئ، او زمونږ د کړنو په اړه له تاسو پوښتنه نه کېږي او ستاسو د کړنو پوښتنه له مونږ څخه نه کېږي او هر چا ته به د هغه د عمل بدله ورکول کېږي او مونږ ټول الله تعالی ته په بندګۍ کې اخلاص کوو او له ده سره شریک نه نیسو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 138 راتلونکې البقره • آیت 140