Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 156 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 156 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 156
ترجمه:
هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله (مملوك) یو او بېشكه مونږه خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو البقره ۲:۱۵۶
تفسیر:
او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 155 راتلونکې البقره • آیت 157