Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 163 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 163 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ 163
ترجمه:
او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى البقره ۲:۱۶۳
تفسیر:
-اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 162 راتلونکې البقره • آیت 164