Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 188 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 188 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ 188
ترجمه:
او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ البقره ۲:۱۸۸
تفسیر:
او تاسو د یو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ، لکه غلا، په زور او په دوکې سره تر لاسه کول او تاسو په دې اړه خپلمنځي لانجې حاکمانو ته مه رسوئ، د دې لپاره چې د بل چا مال پرې په ګناه سره واخلئ او تاسو پوهېږئ چې الله تعالی دا حرام کړي دي، ځکه چې له پوهې سره سره بیا هم ګناه کول ډیر بد دی او لویه سزا لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 187 راتلونکې البقره • آیت 189