Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 195 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 195 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 195
ترجمه:
او د الله په لاره كې خرڅ كوئ اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي البقره ۲:۱۹۵
تفسیر:
او تاسو خپل مال د الله تعالی په اطاعت کې لکه جهاد او نورو ځایونو کې مصرف کړئ او تاسو خپل ځانونه پخپله هلاکت ته مه غورځوئ، داسې چې تاسې جهاد او د الله تعالی په لاره کې خرچه کول پرېږدئ، یا دا چې تاسو خپل ځانونه هغه څه ته وغورځوئ چې هغه ستاسو د هلاکت سبب وي او په غوره توګه خپل عبادتونه تر سره کوئ او په معاملاتو او اخلاقو کې هم ښه رویه کوئ، ېیشکه الله تعالی په هر شي کې ښه رویه کوونکی خوښوي، نو ډیر ثوابونه هم ورکوي او د سمې لارې توفیق هم ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 194 راتلونکې البقره • آیت 196