Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 198 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 198 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ ۚ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۖ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ 198
ترجمه:
پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ، نو كله چې له عرفات نه راكوز شئ، نو په مشعرحرام كې د الله ذكر كوئ، او د هغه ذكر كوئ لكه څنګه چې يې تاسو ته ښودنه كړې، او یقینًا تاسو له دې نه مخكې خامخا له ګمراهانو څخه وئ البقره ۲:۱۹۸
تفسیر:
پر تاسی هیڅ ګناه نشته چې د حج پر مهال تجارت وکړئ د حلال رزق د حاصلولو لپاره، نو کله چې تاسو د ذې الحجې په نهمه په عرفات کې له اودرېدلو وروسته د ذې لحجې په لسمه شپه د مزدلفې پر لوري لاړشئ، نو الله تعالی په سبحان الله، لا اله الا الله او دعا سره په مزدلفه کې له مشعر الحرام سره یاد کړئ او د الله تعالی ذکر وکړئ، د دې له پاره تاسو ته یې د خپل دین شعایر او لارې چارې در ښودلي دي او د خپل کور د حج کولو طریقه درښودلې ده، په داسې حال کې چې له دې وړاندې د هغه (الله) له شریعته ناخبره وئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 197 راتلونکې البقره • آیت 199