Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 30 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ 30
ترجمه:
او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ البقره ۲:۳۰
تفسیر:
الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 29 راتلونکې البقره • آیت 31