Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 32 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 32
ترجمه:
هغوى وویل: ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې البقره ۲:۳۲
تفسیر:
دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 31 راتلونکې البقره • آیت 33