Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 97 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 97 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ 97
ترجمه:
ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى البقره ۲:۹۷
تفسیر:
ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې د جبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې د الله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی د هغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او د خېر لارښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 96 راتلونکې البقره • آیت 98