دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى طه ۲۰:۱۱۰ ⧉
تفسیر:
عالم دی الله پاک په هغه څه چې دا خلک به ورسره په راتلونکي کې مخامخ کيږي د قیامت د حالاتو نه، او عالم دی په هغه څه چې دوی پرېښودي په خپله دنېا کې، او نشي راګېرولی ټول بندګان د الله تعالی ذات او صفات په خپلو علمونو کې.