او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه طه ۲۰:۱۱۲ ⧉
تفسیر:
او څوک چې وکړي نیک عملونه پداسې حال کې چې دا ایمان لري په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو نو زر دی چې وبه ویني هغه خپله بدله پوره پوره، او نه به وېرېږي د ظلم نه داسې چې دې ته به په هغې ګناه سزا ورکړل شي چې دې نه ده کړې، او نه به د دې د نېک عمل د ثواب نه څه شی کم شي.