نو ده ته شیطان وسوسه واچوله، ويې ويل: اى ادمه! ایا زه تا ته د تل ژوندي پاتې كېدلو ونه وښیم او داسې بادشاهي چې نه به ختمېږي طه ۲۰:۱۲۰ ⧉
تفسیر:
پس وسوسه واچوله شیطان آدم ته، او ورته یې ووېل: آیا نه درښاېم زه تا ته داسې یوه ونه چا چې د هغې نه خوراک وکړ نو هیڅکله به نه مړ کېږي، بلکې همېشه به ژوندی پاتي کیږي، او داسې پاچاهي به حاصلوي چې همېشه به وي نه به پرې کیږي او نه به ختمېږي.