Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 16 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ 16
ترجمه:
نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې طه ۲۰:۱۶
تفسیر:
نو تا دې وانه ړوي د تصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته د تیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي د کافرانو څخه، او تابعداري یې کړې د هغو کارونو چې د دې نفس غوښتلي د محرماتو څخه، نو پس د دې په وجه به ته هم هلاک شې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 15 راتلونکې طه • آیت 17