Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 40 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَنْ يَكْفُلُهُ ۖ فَرَجَعْنَاكَ إِلَىٰ أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ۚ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا ۚ فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍ يَا مُوسَىٰ 40
ترجمه:
كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي۔، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې۔ او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی! طه ۲۰:۴۰
تفسیر:
کله چې ووتله خور ستا روانه وه په کوم طرف چې صندوق روان و څاره یې دا صندوق، نو وئې ویل هغه چا ته چې دا صندوق یې ونېوه: آیا زه نه درښایم تاسې ته داسې څوک چې وبه ساتي دې لره او شیدې به ورکوي او پالنه به یې کوي؟ نو مونږ په تا باندې احسان وکړو چې ته مو خپلې مور ته بېرته راوګرځولې د دې لپاره چې هغه ستا په بېرته راګرځېدلو باندې خوشحاله شي، او ستا د وجې خفه نشي، او وواژه تا هغه قبطي چې تا په سوک وواهه، نو مونږ په تا باندې احسان وکړ چې ته مو د سزا نه بچ کړې، او ته مونږ بچ کړې څو څو وارې د هر قسم امتحان نه چې ته ورسره مخامخ شوی وې، پس ته ووتلې او د مدین والاو سره دې څو کاله تیر کړل، بیا ته راغلې په هغه وخت کې چې ستا لپاره لېکل شوي وو چې ته پکې راشې د دې لپاره چې ستا سره خبرې وشي ای موسی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 39 راتلونکې طه • آیت 41