Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 70 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَىٰ 70
ترجمه:
نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل: مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ طه ۲۰:۷۰
تفسیر:
نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله پس ناڅاپه د هغې نه اژدها مار جوړ شو، او جادوګرانو چې څه جوړ کړی و هغه ټول ئې وخوړل (تیر یې کړل)، نو سجده وکړه ټولو جادوګرانو الله تعالی ته هر کله چې دوی پوهه شول چې هغه څه چې د موسی سره دي؛ جادو نه دی، بلکې د الله تعالی له لورې دی، نو دوی وویل: مونږ ایمان راوړی په رب د موسی او هارون، چې رب د ټولو مخلوقاتو دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 69 راتلونکې طه • آیت 71