Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 96 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَٰلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي 96
ترجمه:
هغه وویل: ما هغه شى ولیده چې دوى هغه نه و لیدلى نو ما یو موټى (خاوره) راوخيسته د رسول له قدمه، نو هغه ما (د دغه سخي په خوله كې) وغورځوله او همداسې ما ته زما نفس (دا كار) ښايسته كړى و طه ۲۰:۹۶
تفسیر:
سامري موسی -علیه السلام- ته ووېل: ما لېدلي وو هغه څه چې دوی نه وو لېدلي، پس بېشکه ما جبریل په اس باندې لیدلی وو، نو ما راواخېسته یوه لپه د خاورې د هغه د اس د پښو د قدم نه، نو هغه ما په دې ویلي کړی شوی د خوسي په شکل کې ګاڼه باندې واچوله، نو د دې نه یو خوسی جوړ شو چې اواز یې درلود، او همدارنګه ښاېسته کړی و ما ته زما نفس ما چې کوم کار کړی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 95 راتلونکې طه • آیت 97