Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 19 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


هَٰذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ ۖ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ يُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ 19
ترجمه:
دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي الحج ۲۲:۱۹
تفسیر:
دا دوه ډلې دي جګړه کوونکي دي د خپل رب باره کې؛ کومه یوه د دې دواړو ډلو څخه په حقه ده: د اېمان والا ډله، او که د کفر والا ډله؛ نو د کفر والا باندې به اور داسې راتاو شي لکه جامې (کالي) چې په اغوستونکي باندې راتاو شوې وي، او اړول کېږي به د دوی د سرونو دپاسه اوبه سرې ایشېدلې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 18 راتلونکې الحج • آیت 20