Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 34 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۗ فَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ 34
ترجمه:
او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه الحج ۲۲:۳۴
تفسیر:
او هر یو پخواني امت لپاره مونږ مقرر کړی وه طرېقه خاصه د وینې د تویولو الله تعالی ته د نږدېکت لپاره؛ د دې لپاره چې یادوي به نوم د الله تعالی په هغو چې دوی ئې حلالوي د دغو قربانیانو نه په وخت د حلالولو کې؛ د وجې د شکر کولو نه الله تعالی لره په هغه نعمتونو چې دوی ته یې ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګډو بزو څخه، نو حقدرا د بندګۍ ستاسې په رښتیا سره -ای خلکو- یو دی هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص یواځې هغه ته غاړه کیږدئ او د هغه تابعداري وکړئ، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- عاجزي کوونکو او اخلاص کوونکو ته په هغه څه چې دوی پرې خوشحالیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 33 راتلونکې الحج • آیت 35